کابل باختر د مرغومي شلمه :
د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د عدلي اوقضايي مرکز ابتداييه اواستيناف محکمو د تېري اوونۍ په بهير کې د نشه يي توکو څلويښت تنه قاچاق وړونکي چې په نشه يي توکو د قاچاقو د جرم د شپږ دېرشو قضيو په اړوند د هېواد په مرکز او ولايتونوکې نيول شوي وو، له يوکال اوشپږو مياشتو څخه تر اوولسو کلونو پورې د بندپه مجازاتو محکوم کړل .
د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياندخالد احمد موحد پرون د باختراژانس له خبريال سره په خبرو کې څرګنده کړه چې، دغه کسان په داسې حال کې د پوليسو له خوا ونيول شول چې په ټوليزه توګه له هېواد څخه بهر ته يې د ٢٩٧ کيلوګرامو نشه توکو دلېږدونې نيت درلود . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل