کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
په ننګرهار ولايت کې دنويو نښتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل
شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړه پرون ناوخته داچين ولسوالۍ دکدل په کلي کې هغه وخت پيل شوه چې يوې ډلې يرغلګرو په پوځيانو بريد وکړ.
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل : په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ