امنیت

پکتيا ته تازه دمه ځواکونه ورسېدل

کابل / د زمري ٢٣مه / باختر:
نوي تازه دمه ځانګړي ځواکونه تېره شپه د پکتيا مرکز ګرديز ته ورسېدل.
د٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول باخترآژانس ته وويل: دغه کومکي ځواکونه له خوست څخه لېږل شوي تر څو د امنيتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د امنيت د تامينولو او په پکتيا کې د طالبانو د پرمختګ مخه ونيسي.
هغه زياته کړه، دغه ځانګړي ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال دي او هوايي ملاتړ هم له ځانه سره لري او کولاى شي په مستقله توګه عمليات ترسره کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته