امنیت

يوه اندازه چاوديدونکي توکي او مهمات په ننګرهار او پروان ولايتونوکې کشف او شنډ کړى شول .

کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
دوسايطو ضد يو ماين او چاوديدونکي  توکي دننګرهار او دپروان ولايتونو په مربوطاتو کې  کشف او شنډ کړى شوي دي .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: دوسايطو ضد يو ماين دننګرهار ولايت دغني خيلو ولسوالۍ د مارکو دبازار په ساحه کې ښخ کړى  و چې له چاودنې  مخکې  کشف  او شنډ شو او دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلويښت کيلوګرامه چاوديدونکي توکي اودهغه  پنځوس  متره لين ترلاسه شو .
ديوبل خبر له مخې: دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ  دجنوب  په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات دغه راز دوام لري او په تيرو څلورويشتو ساعتو کې يوه وسله  او يوماين  په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته