خبرونهسیاستامنیتTOP

د کورنيو چارو وزارت سرپرست، له ماليزيايي پلاوي سره پر يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړې

کابل، د غويي ۷مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، کابل ته د ماليزيا له راغلي پلاوي سره وکتل.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن د ياد وزارت له لوري خپره شوې؛ راغلي دي: “د کورنيو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، د مالیزیا هېواد د کورنیو، بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له استازو او د لومړي وزیر د دفتر له سلاکارانو سره پرون په کابل کې وکتل.”
په دې کتنه کې، د کورنيو چارو وزارت سرپرست ویلي دي: “افغانان الحمدلله د خپلې آزادۍ او وطن خاوندان دي؛ دلته امن ټینګ دی؛ د افغانانو ترمنځ وحدت اعاده شوی او موږ له ټولې نړۍ بالخصوص اسلامي نړۍ سره نږدې اړیکې او تعامل غواړو.”
هغه زياته کړې ده: “مالیزیا یو پرمختللی اسلامي هېواد دی؛
‏موږ یې باید له هغو تجربو څخه چې زموږ له جغرافیې او تاریخي موقعیت سره پخلا دي؛ استفاده وکړو.”
د ماليزيا راغلي پلاوي هم، د هېواد د کورنيو چارو وزارت سرپرست ته د دغه هېواد د لومړي وزیر سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کړې دي.
پلاوي، همدا رنګه د سایبري امنیت او ډیجیټلي جرمونو په برخه کې، ‏د مالیزیا د هڅو او ظرفیتونو په اړه معلومات ورکړي او ژمنه یې کړې چې په افغانستان کې له اسلامي نظام سره به‌ خپلې تجربې شریکې کړي.
‏د کتنې په پای کې، د دواړو هېوادونو د کورنيو چارو وزارتونو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د پوليسو روزنې او د دواړو لورو ترمنځ د همکاريو او تجربو شريکولو په اړه خبرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته