کابل/د مرغومي۳ مه/ باختر
په کندزکې پرون او تېره شپه امنيتي او دفاعي ځواکونو درې کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړل.
د ٢١٧ پامير قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ګډو ملي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې د الچين، عبدالسلام باى او فيض الله کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړل.
هغه زياته کړه چې په عملياتو کې يو مشکوک سړى هم ونيول شو او د دښمن شپږ ماينونه شنډ او درې کلک سنګرونه يې ويجاړ شول.
ختم- سعيده- اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ