کابل باختردزمري دمياشتې٧نيټه :
په کندز ولايت کې نن سهار د يوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول .
دکندز د ترافيکو مديرعبدالقادر جيحون د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه دوه تنه پوليسان هغه وخت شهيدان شول چې د دوى د سپرلۍ زغره وال ټانګ د کندز_ شبرغان بندر په لاره کې له واټ څخه ووت او چپه شو.
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې پنځه تنه نور پوليسان ټپيان شول او د دوى د سپرلۍ ټانک هم ويجاړ شوى دى.
پاى شکريه ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ