کابل، د غوايي ۱۰مه، باختر
د فراه د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۰۰ زره ډالرو په پانګونې سره د بخش آباد په نوم د اوړو د تولید یوې کارخونې په فعالیت پيل کړی دی.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ شمس الحق اجمل د باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې د ملي سوداګر کمال الدین له لوري د ۲۰۰ زره ډالرو په پانګونې سره د بخش آباد په نامه د اوړو د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل کړی، چې په کې ۳۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې او په ورځني ډول د ۴۰ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په هرات کې هم د غیر الکولي مشروباتو او د درملو درې فابریکې پرانیستل شوې دي.