امنیت

د داعش د ډلې له شتون څخه د چپرهار ولسوالۍ پاکول

 جلال آباد باختر دغبرګولي دمياشتې  ٦ :
د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د يو لړ عملياتو په بهيرکې د داعشيانو له شتون څخه پاکه شوه.
دغه ولسوالۍ په وروستيو مياشتوکې د داعشيانو د شتون او فعاليت د زياتوالي ډګر و.
د افغانستان په ختيځ کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال محمد نسيم سنګين باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې د چپرهار ولسوالۍ ټولې سيمې د داعشيانو له شتون څخه پاکې شوې .
ده وويل: په دغو عملياتوکې چې دوه اوونۍ يې دوام وکړ، د داعش د ډلې ٥٩ تنه غړي د دغې ډلې د څو تنو قوماندانو په ګډون ووژل شول او ٣٩ تنه نور يې ټپيان شول.
ويل کيږي چې په دغو عملياتوکې د داعش د ډلې درې تنه غړي د پوځيانو له خوا نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت پوځي مقامات وايي چې د داعشيانو له شتون څخه د چپرهار ولسوالۍ له پاکولو وروسته اوس د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې څو پوځي قرارګاوې جوړې شوې دي چې د خلکو او دساحې امنيت تامين کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته