امنیت

په ځمکنيو او هوايي بريدونو کې دداعشيانو دسرزيان

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٢ :    
په ننګرهار ولايت کې  د داعشيانو په سنګرونو  دنويو هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې دداعش ډلې ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ساعتو کې ددغه ولايت په ځينو سيمو ترسره شوي دي.
لومړى بريد  تيره شپه هغه وخت وشو  چې دناتو ځواکونو په کوټ ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونو ګوزارونه وکړل.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله  خوږياڼي  دباختر آژانس ته وويل ؛ په دغو  هوايي بريدونو کې  يوولس تنه داعشيان وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ديوبل خبرله مخې : شپږ تنه داعشيان  نن دنګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې په  جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه هغه وخت ونښته چې پوځيانو دداعشيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان وايي چې په دې  جګړه کې شپږ تنه داعشيان ووژل شول  او يوشمير نور ټپيان شول ، دغه راز څلور تنه نور داعشيان دننګرهارولايت د خوږياڼيوپه  ولسوالۍ کې  په هوايي بريد کې ووژل شول.
درارسيدلو خبرونوله مخې دغه داعشيان  په يوه پټنځي  کې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان  جوړولو بوخت و چې بريد پرې  وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته