سیاست

محمد کريم خليلي : دافغانستان دولت له اداري فساد سره په مبارزه کې جدي او غوڅ عزم لري .

کابل باختر  د وږي  ديارلسمه
په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو نوى سفير  نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له مرستيال  محمد کريم خليلي سره  دپيژندګلوي  کتنه وکړه .
  د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې دواړو لورو  دامنيتي مسئلو  او دافغانستان  او دسيمي   د ډيرو مهمو روانو مسئلو  په باب  خبري وکړي .
   دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  په کابل کې  دامريکا  دنوى سفير جيمز کانينګهام  دنوي مسووليت له امله  دمبارکي  په ترڅ کې څرګنده کړه چې  دجمهوري رياست  دانتخاباتو دترسره کولو څرنګوالې او دغه راز په  ٢٠١٤ کال کې  له افغانستان  څخه  دنړيوالو ځواکونو وتل دافغانستان  دراتلونکي  په ټاکنه کې  زيات ارزښت لري  اوپه دې اړوند يي  دنړيوالې ټولنې  او دافغانستان دحکومت په ګډي همغږي باندې تينګار وکړ .
  دجمهور رييس مرستيال دغه راز له خلکو سره دافغانستان  دحکومت ترمنځ دواټن  په کمښت او له نړيوالې ټولنې سره  دباور  په پياوړتياکې  له اداري فساد سره دمبارزي   رول ته   په اشاري سره  څرګنده کړه چې دافغانستان دولت له اداري فساد سره  په مبارزه کې  جدي  او کلک  عزم لري .
  ده  دافغانستان دامنيتي ځواکونو داستخدام په څرنګوالې کې بيا څيړنه  په امنيتي ارګانونوکې دطالبانو او دتروريستي ډلو  دنفوذ په کمښت  او مخنيوي او دغه راز په نړيوالو ځواکونو دبريد  په کمښت کې اغيزمنه وبلله .
  په دې کتنه کې جيمز کانينګهام هم له   ٢٠١٤ کال وروسته  دافغانستان له دولت اوخلکو سره  دملاتړ په باب  دخپل  متبوع دولت  پر عزم اوبيا ژمنې  ټينګار وکړ او څرګنده يي کړه چې دشيکاګو او توکيو دنړيوالو  غونډو جوړول له  ٢٠١٤کال وروسته  دافغانستان  لپاره  دنړيوالې ټولنې  دعملي او جدي ژمنې  څرګندوى  دى .
  دامريکا سفير  دغه راز له نړيوالو ځواکونوسره دافغان امنيتي ځواکونو له بريد سره دمقابلي  دڅرنګوالې په اړوند دافغانستان  له امنيتي  مسوولينوسره دناتو او دائتلاف دځواکونو دامنيتي مسولينو ګډي غونډي ته په اشاري سره  هيله وکړه  چې  ددغو  تدبيرونو په نيولو سره  په نړيوالو ځواکونو بريدونه  کمښت ومومي
   ده هم  د شفافو  او ازادو انتخاباتو ترسره کول او تر ٢٠١٤ کال پوري  دافغان ځواکونو له خوا په برياليتوب سره دامنيتي مسووليتونو په غاړه اخستل  دافغانستان دراتلونکي  په ټاکنه کې مهم وبلل  اوپه دې برخه کې يې دخپل متبوع دولت  دمرستي  اوژمنې  ډاډ ورکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته