کابل، د چنګاښ ۲۸ مه، باختر
د پکتیکا په ګیان او زیړوک ولسوالیو کې د تېرې شپې په زلزله کې ۳۱ تنه ټپيان شوي او لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد امین حذیفه وايي، چې پرون مازیګر او تېره شپه یوولس بجې د ماشومانو او ښځو په ګډون په ګیان کې ۱۳ تنه او په زیړوک کې ۱۸ تنه د زلزلې له امله ټپيان شوي او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ښاغلی حذیفه زیاتوي چې په یاده ولسوالۍ کې لسګونه کورونه هم نړېدلي دي، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
په ورته وخت کې د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کې له مازیګر راهیسې د شپې تر لسو بجو زلزلې دوام درلود. ځايي چارواکي وایي چې په یاد کلي کې له ځمکې ویرونکی غږ راپورته کېږي چې د سیمې خلک یې په رواني تکلیف اخته کړي. هغوی له مرکزي دولته غوښتي چې سیمې ته جیولوجیکي ټیم ولېږي چې څېړنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند هم په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې ورځې او شپې زلزلې له امله هېوادوالو ته د اوښتو زيانونو په اړه ژوره خواشيني څرګنده کړې.
د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال چې طبيعي پېښو ته د رسېدو کمېسيون مشري هم پر غاړه لري، ټولو اړوندو ادارو ته امر کړی، چې د پېښو ځايونو ته ژر ځان ورسوي؛ له ټولو شته امکاناتو کار واخلي؛ د زيانمنو شويو هېوادوالو ژوند وژغوري او هر ډول لازمې مرستې ورسره وکړي.
ن/ر