سیاست

تبصره

کابل – باختر د وږي د مياشتې٨
دکروندې نړيواله ورځ دکرکيلى دعملي او آسانو لارو چارو دليږدونې لپاره يو فرصت دى او کروند ګروته د دې زمينه برابروي چې خپل کار له معاصرې تکنالوژۍ سره همغږۍ او په ښه کيفيت سره محصولات ترلاسه کړي.
دباختر آژانس مبصر ليکي.
پرون د کروندې نړيواله ورځ وه دکروندې نړيواله ورځ کال په کال په نړۍ کې په کرونده کې دکار دلارو چاو دڅيړنې او دتجربو دتبادلې په مقصد دفرصت په توګه نمانځل کيږي.
ددغې ورځې نمانځنه دمعاصرو کرنيزو لارو چارو په رواجولو باندې ټينګار دى کولاى شي دکروند ګرو لپاره يوه پلمه وي چې خپلې تجربې تبادله کړي او د کرکيلې په برخه کې په وروستيو څيړنيزو کارونو په باب معلومات ترلاسه کړي.
دکروندې نړيواله ورځ افغانستان او دهغه کروند ګرو ته خپلې ځانګړى تيارى لري ځکه افغانستان په پراخو کرنيزو ساحو او د دغو مطالبو په پام کې نيولو سره چې زياته برخه وګړي يې په کرکيلې او مالدارۍ بوخت دي، کولاى شي دکروندې له ورځې څخه د کرکيلې په برخه کې د وروستيو علمي معلوماتو په توګه استفاده وکړي.
په افغانستان هغه هيواد کې چې کرکيله پکې په عمده توګه په بدوي ډول ترسره کيږي او دوديزې بڼې پکې واکمنې دي،طبيعي کرنيز آفتونه پکې شتون لري او کروندګريې په داسې حال کې چې ډير سخت کارونه په کروندو کې ترسره کوي خو ترلاسه شوي محصولات دهغوى هڅوته ځواب نه شي ويلى،له ځانګړى مانا او تفسيرسره يوځاى دى.
ددغه ټکي په پام کې نيولو سره چې دکرکيلې په ګډون په بيلابيلو برخو کې علم او تکنالوژي دودې او بدلون په حال کې ده، نشو کولاى يوه مشخصه ورځ دتجربو دتبادلې او له معلوماتي تکنالوژۍ سره سم دکار دهمغږۍ کولو په نامه ونوموو.
داقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې بايد دکروندې په ورځ تير کړه وړه او د کرکيلې دودې دلارو چارو د رواجولو لپاره راتلوونکي پروګرامونه وڅيړو او په دې ورځ دې مسوولين دخپل تيرو او راتلوونکو پروګرامونو او کړونو رپوټونه وړاندې کړي.
دچارو مسوولين وايي چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت ديوې مناسبې او اغيزمنې ترويجي بڼې دجوړولو په لټه کې دي او همدا اوس دبلخ ، هرات، ننګرهار، سمنګانو، کاپيسا او د کابل په ولايتونو او په نورو ځايونو کې دکرنې تعليمي مرکزونه فعال دي چې په کروندوکې له معاصرې تکنالوژۍ څخه داستفادې او له کيمياوي توکو او سرو څخه د استفادې لارې چارې کروندګرو ته ښيي چې هغوى له ساده وسايلو او تجهيزاتو څخه په استفادې او دتخنيکي او عصري مواردو په تطبيقولو سره وکولاى شي له کمو ساحو څخه زيات حاصلات ترلاسه کړي او د کروندې د ورځې نمانځنه په حقيقت کې د دغه شان فعاليت ملاتړ او تاييدول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته