خبرونهټولنه

په پکتیا کې د دوو میلیونو امریکایي ډالرو په لګښت یو تفریحي پارک جوړېږي

کابل / د غوايي ۳ مه  / باختر

د پکتیا د مرکز ګردېز په تېرې کنډو سیمه کې د دوو میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د یو تفریحي پارک د جوړولو چارې پيل شوې.

د ګردېز ښاروال وايي چې یاد پارک د تېري کنډو سیمه کې په څه د پاسه سل جریبه ځمکه کې د ملي سوداګر محمد میرزا کټوازي په شخصي لګښت جوړېږي.

د پکتيا والي محمد علي جان احمد وايي، چې پکتیاوال د تفریحي ځایونو نه شتون له امله د هېواد نورو ولایتونو ته سفرونه کوي.

هغه زیاته کړه، چې دغه پارک په عصري او اساسي ډول جوړېږي، چې جومات، هوټلونه، سړکونه، د لوبو میدانونه او نورې ټولې اسانتیاوې به ولري.

په همدې حال کې ملي سوداګر محمد میرزا کټوازی وايي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی دی. په خبره یې، هڅه یې دا ده چې په دغه ولایت کې ځوانانو لپاره داسې تفریحي پارک جوړ کړي، چې د هېواد په کچه د ښکلا ځانګړی نوم ولري او سېلانېان ورته راجلب کړای شي.

کټوازي پر نورو سوداګرو هم غږ وکړ چې په هېواد کې پانګونه وکړي، چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې پکتیا والو هم دغه اقدام ستایلی او ویلي یې دي، چې د دغه پارک په جوړېدو سره به له یوې خوا زیات شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به ځوانانو ته د تفریح لپاره یو مناسب ځای هم برابر شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته