سیاست

جمهور رئيس حامدکرزي د نا ټو د مشرانو په غونډه کې وينا و کړه

کابلباختر دجوزا ٢ مه

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي د نا ټو دغړو هيوادونو د مشرانو دغونډې په دويمه ورځ وينا وکړه او له تروريزم سره د مبارزې ، افغان ځوا کو نو ته د امنيتېي مسو ليتو نو دليږد ونې د بهير دبشپړولو او په افغانستان کې دسولى د تا مينولو په اړوند د افغا نستان نظريې بيان کړې.

باخترا ژانس ته د جمهوري رياست دمطبو عا تي دفتر د معلو ما تو له مخې، په دې غونډه کې چې دڅه دپاسه شپيتو هيوادو نو اود نړيوالو سازمانونو مشرانو برخه لرله د ناټو دسازمان دسر منشي اندرس فوګ راسموسن اود ا مريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئيس بارک او باما په وينا سره پيل شوه .

وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس ديوې هر اړخيزې وينا په ترڅ کې د تروريزم پرخلاف دمبارزې ، دسرا سري سولې د  تا مينولو اود امنيتي مسو ليت د ليږد ونې دپرو ګرا مو نو دبشپړولو  د ارزښت په اړوند د افغا نستان د ملت نظريې طرحه کړې او په بيلا بيلو برخو کې يې د افغا نستان دپراختيا اوپرمختګ په کار کې د نړيوالې ټولنې د مرستو له ا مله مننه وکړه او په تيرو لسو کلو نو کې يې د افغا نستان د ملت برياليتو بو نه د نړيوالې ټولنې د مرستو زيږنده وبلل .

د هيواد جمهور رئيس په دې وينا کې د افغا نستان د خلکو دردو نو ، کړاو نو او مصيبتو نو ته اشاره و کړه او وي ويل چې دتروريزم پرخلاف جګړه کې نيمګړ تياوي شته بايد دغه نيمګړ تياوي او تير وتنې لري کړى شي او ددې پرځاى چې جګړه په ترورستي ځالو متمرکزه شوى واى د افغا نستان په کليو بريدو نه وشول .

جمهور رئيس په ټينګار سره وويل، دتروريزم پرخلاف جګړې څخه څه دپاسه يوه لسيزه تيريږي خولا تر اوسه پورې تروريزم ديو جدى ګواښ په تو ګه طرحه دى او افراطيت د ودې په حال کې دى.

 حامد کرزي د ودې په حال کې تروريزم نه يوازې افغا نستان او پاکستان ته ګواښ وباله بلکې هغه يې د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره ګواښ و باله .

حامد کر زي په دې وينا کې پړاو په پړاو له نړيوالو ځوا کونو څخه  افغان ځواکونو ته دامنيتي مسوليتونو دليږد ونې  له بريالى بهير سره اړيکې ونيولې او وي ويل چې دافغا نستان اود نړيوالې ټولنې په راتلونکو ګډو هلو ځلو کې بايد دې مسئلى ته تمرکز وشي او په سر کې ور ته ځاى ور کړاي شي.

جمهوررئيس  دافغا نستان لوري ته د جيلو نو دمسو ليتو نو دسپارلو دتفاهم ليک او د امريکا له متحده ايالاتو سره د ځانګړو عمليا تو د افغا ني کولو دتفاهم ليک لاسليک کول مهم وبلل او وي ويل چې دغه دوه سندونه د مسو ليتونو دليږدونې په بهير کې يو ستر پرمختګ دى اود افغا نستان ملي وا کمني ته ددرنا وي يو مثال دى.

حامد کرزي دمسوليتونو دليږدونې د بهير برياليتو ب د ناټو دغړو هيوادونو اود افغا نستان د نورو متحدينو په دايمي همکاريو او ملاتړپورې اړوندوباله اووي ويل دامنيتي ځواکونو په روزنه ،سمبالولو اود ظرفيتو نو په لوړولو کې په ځانګړى تو ګه ملا تړ دکورنيو او بهرنيو ګوا ښونو په وړا ندى د افغا نستان ددفاع په خاطر دهيوادددفاعى وړ تياو د ودې لپاره مهم کار دى.

حامد کرزي دغه راز طرحه کړه چې افغا نستان د ناټو له غړو هيوادونو او له خپلو نورو متحدينو سره هيله لري چې د وسله والو ځوا کونودروزنې اوسمبالولو،دلوژستيکى او استخباراتي ظرفيتو نو دپيا وړ تيا او په ډول ډول مدرنو الو تکو او تجهيزا تو د افغان  هوايي ځواکونو د سمبالولو چې دافغا نستان فضا يي حريم خوندي کړاي شي دزمينې برا بر ولو ته پا ملرنه و کړي .

  د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس له ځينو هيوادو نو سره داوږدمهالو همکاريو لاسليک شوي موافقه ليکو نه د افغانستان اودنړۍ د هيوادو نو ترمنځ اړيکو کې نوى فصل و باله او څرګنده يې کړه چې دغه موافقه ليکونه دافغانستان د ملي ګټو پر بنسټ لاسليک شوي دي او نورو هيوادو نو ته هيڅ راز ګواښ نه متوجه کوي .

 جمهور رئيس په دې وينا کې ددولت له وسله والو مخالفينو سره دسولى اوخبرو په باب اړيکې ونيولې اودا کار يې په افغا نستان کې ددايمي سولى او ثبات د تا مينولو يواځينۍ لاره وبلله او وي ويل موږ  طالبان او نوري مخالفې ډلې سو لى ته راوبللې او له هغوى څخه مو وغوښتل چې له ترورستې شبکو څخه اړيکې وشلوي ، د افغا نستان اساسي قا نون ومني اودلس کلنو ارزښتونو او برياليتوبونو دساتنې په خا طر دى له تا وتريخوالى څخه لاس وا خلى .

جمهور رئيس دخبرو ميز ته دمخالفينو په راهڅولو کې له هغوى سره د خبرو دبهير په ګړندي کولو کې دپا کستان رول کليدي و باله.

 په دې غونډه کې دبرخه والو هيوادونو يو شمير مشرا نو ويناوي وکړې نه يوازې دافغان وسله والو ځوا کو نو د پيا وړ تيا او سمبالولو په لاره کې خپل مالى ملا تړ څرګند کړ بلکې د افغا نستان په بيا جوړولو او پرمختګ کې يې هم خپلې مالى ژمنې اعلام کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته