کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
په پکتيا کې د اوبولګولو د يو کانال په جوړېدو سره د سلګونه جريبه کروندو د اړتيا وړ اوبه برابرې شوې.
دغه کانال د څه دپاسه ۵٠٠ مترو په اوږدوالي په احمد آباد ولسوالۍ کې جوړ شوى دى.
د پکتيا د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه کانال د ولسي تړون ملي پروګرام په آډانه کې د يو میليونو ۷۰۰ زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
ختم-ج-ا
1 د یوې دقیقې څخه لږ