امنیت

په بغلان کې د تروريستي بريدونو يو طراح ووژل شو

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٤
د تروريستي بريدونو طراح او د ماينونو جوړولو ماهر قاري عابد پرون په بغلان ولايت کې ووژل شو.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع دباختر آژانس خبريال ته وويل: قاري عابد د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان د وژلو په خاطر په واټ کې د ماين ښخولو په وخت کې د ډنډ غوري ولسوالۍ د اکا خيلو په کلي کې د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شو.
شجاع زياته کړه: د ماين جوړولو د دغه ماهر چې په ډنډې غوري کې په څو تروريستي بريدونوکې لاس درلود، دوه تنه نور افراد يې هم ټپيان شوي دي.
شجاع، د قاري عابد وژل کيدل چې د ماينونو په جوړولوکې يې ځانګړي مهارت درلود؛ په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د نا امنيو او د ماينونو د چاودنو په کموالي کې مهم وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته