امنیت

په هلمندکې يو ماشوم له هغو طالبانو څخه وتښتيد چې غوښتل يې د ده په واسطه يوځانمرګې بريد ترسره کړي.

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٩ :
دبي بي سي نړيوال ټلويزيون په هلمندولايت کې د يو ماشوم په باب چې طالبانو غوښتل په ځانمرګې واسکټ په سمبالولوسره دده په واسطه يو ځانمرګې بريدترسره کړي؛ يو رپوټ خپور کړى دى .
دباختراژانس دخبرله مخي : په دې رپوټ کې د نيازمحمدپه نامه دولس کلن ماشوم  چې خپله مور اوپلار يې د ناټو د ځواکونو په بمباريوکې له لاسه ورکړى دى؛ دپيښې بهير څرگندوي او وايي: له هغه وروسته چې مور اوپلار يې د ناټو د بمباريو په بهيرکې ووژل شو، طالبانو لومړۍ دې وتښتاوه او وروسته يې د زور له لارې مجبور کړ چې  ځانمرګې واسکټ واغوندي .
نيازمحمد زياته کړې ده چې دى دشپې له تورتم څخه په استفادې سره، مخکې له  دې چې طالبان دځانمرګې بريد پلان  د ده په واسطه  تطبيق کړي؛ وتښتيد او ځان يې د افغانستان د امنيتي ځواکونو يوې پوستې ته تسليم کړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته