ټولنه

په هرات کې يوې ځوانې ميرمنې ځان وواژله.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١
په هرات ولايت کې يوې ځوانې ميرمنې له خپل ميړه سره له  ناندرو  وروسته ځان زندى کړ.
پنځه ويشت کلنۍ سعيدې تيره شپه دهرات ښار په پنځمه ناحيه کې په خپل کورکې له خپل ميړ سره له  ناندرو  وروسته ځان   وواژه.
دهرات ښاريوه امنيتي مسول باختر آژانس ته وويل :   تراوسه پورې د دغې ځان وژنې علت معلوم نه دى او امنيتي ځواکونو په دې باب څيړنې پيل کړې دي.
ددغو امنيتي مسولينو دڅرګندونو له مخې :   دوى ددغې ميرمنې ميړه فريد او خسر د دغې ځان وژنې په اړوند نيولي دي .
دهرات روغتيايي مسولين هم وايي چې ددغې ميرمنې مړى  روغتون ته ليږدول شوى  او دکتنو د بشپړولو په مقصد عدلي  طب ته سپارل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته