اقتصاد

په پنجشيرکې د څلورو پرمختيايي پروژو د قرارداد لاسليک

  کابل/ باختر دزمري دمياشتې  ١٦  :
د کرنې او اوبولګولو وزارت چارواکو د کرکيلې د ودې او له بزګرانوسره د ملاتړ په خاطر نن په پنجشير ولايت کې د څلورو پرمختيايي پروژو قراردادونه له خصوصي شرکتونوسره لاسليک کړل.
د باختر آژانس د خبرله مخې :   
د درې زره متريک ټنو په ظرفيت د ستراتيژيکي زيرمې جووړل .
د پيشغور د سيلبر  د اوبو لګولو د کانال د جوړولو پروژه .
_  د کونړي نسل د دشيدې ورکوونکو غواګانو دپيرودنې پروژه  او دپرنيان ولسوالۍ   د چشته دکلي دمصنوعي ځنګلونو د اوبو لګولو دسيستم د جوړولو پروژه په دغو قراردادونو کې شامله ده چې ټول لګښت يې  ديرشو  ميليونو افغانيو ته رسيږي چې له دې  جملې څخه درې پروژې يې دکرنې او اوبولګولو وزارت  له پرمختيايي بودجې په لګښت او دنورو پروژو لګښت داقليم له بدلون سره  دسمون دپروګرام ،  د ژوندانه د چاپيريال دنړيوال پروګرام اوپه دغه ولايت کې دملګرو ملتو دسازمان دپرمختيايي ادارې له  خوا تمويليږي.
ددغو پروژو په بشپړيدوسره په پنجشير ولايت کې دکرنې په برخه کې  مثبت بدلونونه رامنځته کيږي .
دکرنې  او اوبولګولو وزارت په دې لټه کې دى چې په هېواد کې دکرکيلې د کچې دلوړولو په موخه پرمختيايي پروژې زياتې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته