امنیت

په هرات کې د لاسي بم د غورځولو له امله اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٩
په اسلام قلعه ښارګوټي کې د استوګنې په يوه کور د لاسي بم د غورځولو له امله څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه پرون په اسلام قلعه ښارګوټي پورې اړوند د کلاته غفور په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوو تنو موټرسايکل سپرو د نجيب الله په نامه د يو تن کور ته يو لاسي بم وغورځاوه چې د چاودنې له امله يې ٤ تنه ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول.
د دغې پيښې قربانيان ښځې او ماشومان دي .
تر اوسه پورې د يرغلګرو هويت او د دغې پيښې علت روښانه نه دي.
د هرات د پوليسو يوه مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته