فرهنګTOP

د “عقرب تاريک” د کابل پوهنتون تراژيدي کتاب مخکتنه وشوه

کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
د “عقرب تاريک” د کابل پوهنتون تراژيدي کتاب پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په ګډون د دغه وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالار کې مخکتنه وشوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه کتاب د کابل پوهنتون محصلې ثمينې حفيظي په ٧٧ مخونو کې ليکلی او په زرو ټوکو کې چاپ شوى دى.
په دغه کتاب کې د هغو ١٨ محصلينو عکسونه او د هغوى په اړوند معلومات راټول شوي دي چې د روان کال د لړم د١٢مې خونړۍ پېښه کې په کابل پوهنتون کې شهيدان شول.
د دغه کتاب د مخکتنې په غونډه کې چې د يوشمېر دولتي مسوولينو، د شهيدانو د کورنيو او د کابل پوهنتون د يوشمېر محصلانو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د “عقرب تاريک” د کابل پوهنتون تراژيدي کتاب د ليکلو په خاطر له ثمينې حفيظي څخه چې دغه کتاب يې د کابل پوهنتون د پېښې د شهيدانو د ياد او خاطرو په درناوي ليکلی دی، قدرداني وکړه.
هغه زياته کړه چې دغه اثر د کابل پوهنتون د شهيدانو ياد او خاطرې ژوندۍ ساتي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هغو ناخوالو او مصيبتونو په اړه چې په هېواد کې تحميلي جګړو رامنځته کړي دي او د هېواد مظلومو خلکو په تېره بيا د ځوانانو د شهادت او د هېواد د ورانولو سبب شوي دي؛ معلومات ورکړل.
هغه د شهيدانو کورنيو ته د صبر او زغم هيله وکړه او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان خلک به په ميړانې، مقاومت، صبر او د ملي وحدت په ساتنې سره د دښمنانو پر وړاندې بريالي شي.

په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د بشر او ماشومانو د حقوقو رييسې مروې امينې خبرې وکړې او د کابل پوهنتون د پېښې د شهيدانو کورنيو ته يې د صبر او زغم هيله وکړه او د خلکو او هېواد د دښمنانو او تروريستانو پر وړاندې یې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ميړانو او سرښندونو يادونه وکړه.
په همدې ترتيب د کتاب ليکوالې ثمينې حفيظي او د کتاب ایډیټور احمدشعيب صديقي “عقرب تاريک” د کابل پوهنتون تراژيدي کتاب په اړه معلومات ورکړل او د کابل پوهنتون د ادارې او عامه پاليسۍ پوهنځي رييس جمال الدين صابري هم د هغو محصلانو په اړه چې د کابل پوهنتون په پېښه کې شهيدان شول؛ خپلې خاطرې بيان کړې.
په غونډه کې دغه راز د شهيدانو د کورنيو په استازيتوب عبدالولي حکيم خبرې وکړې او د یاد کتاب له ليکوالې او د دغې غونډې له جوړوونکو یې مننه وکړه او د حکومت له رهبرۍ څخه يې وغوښتل چې د دغې پېښې عاملينو ته سخته سزا ورکړي.
د غونډې په پاى کې د شهيدانو کورنيو ته د “عقرب تاريک” يو – يو کتاب ورکړ شو.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته