کابل/ د کب ٣مه / باختر
درې انسان تښتوونکي په هرات کې د استخباراتو ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د استخباراتو لوى رياست نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي، درې انسان تښتونکي چې غوښتل يې د حاجي عبدالاحد زرګر زوی وتښتوي، د هرات استخباراتو ځواکونو له ګزمې سره مخ شول چې د جګړې په پایله کې درې انسان تښتوونګي ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي له دغو انسان تښتوونکو څخه يو کلاشينکوف او يوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده.
\ ذ