سیاست

ډاکترعبدالله عبدالله دملي وحدت له حکومت سره دملاتړ له لارې دحکومت اوخلکو ترمنځ واټن لنډيږي

کابل باختردلړم دمياشتې ٥ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکترعبدالله عبدالله  نن دبدخشان ولايت  دخلکوله استازو  او مشرانو سره  وکتل .
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دکتنې برخه والو يو ځل بيا  له ډاکترعبدالله عبدالله   او دملي وحدت له حکومت سره  خپل ملاتړ اعلام کړ  .
ويناوالو دغه راز دسيمې ستونزې په ګوته کړې او ويې ويل  چې دملي وحدت حکومت دې دامنيت ، پوهنې  او  د انډوليزې اقتصادي ودې په برخه کې دبدخشان دخلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي او حل کړي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکترعبدالله عبدالله   په انتخاباتو کې  دبدخشان دخلکو  دپراخ او غوڅ ملاتړ او دغه راز دملي وحدت  له حکومت سره  دهغوى دملاتړ له امله قدرداني وکړه .
اجرائيه رييس په خپلو خبرو کې زياته کړه  چې  دملي وحدت دولت  دقانون په تطبيق ، دټولنيز عدالت په تامينولو او له اداري فساد سره په مبارزې ژمن دى  او دبدخشان دخلکو دستونزو حل کول خپل يو کاري لومړيتوب او دنده بولي .
دملي وحدت دحکومت  اوجرائيه رييس دخپلو خبرو په دوام دبدخشان له خلکو څخه وغوښتل چې دملي وحدت  له حکومت سره  دملاتړ له لارې دې  دحکومت او خلکو ترمنځ واټن لنډ کړي او دملي وحدت دحکومت په برياليتوب کې دې اساسي رول ولوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته