کابل، د غوایي، ۱۰مه، باختر
د کندهار سپین بولدک ښاروالۍ ادارې مسوولینو په دغه ولایت کې د ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سترو ټولګټو پروژو د چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د سپین بولدک ښاروال مولوي لطف الله لطیفي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین بولدک بازار له مرکزي څلور لارې څخه د وېش بازار تر پایه د سړک د دواړو غاړو د جوړولو او د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولسوالۍ اوسېدونکو ته د پاکو اوبو د یوې لویې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد جنوب لوېديځه حوزه کې د ملګرو ملتونو اړوند د پرمختیايي پروژو مسوول جيسن هانډينا د کندهار مرستیال والي مولوي حيات الله مبارک سره په کتنه کې د کندهار په خاکرېز، تختهپُل، غورک او سپين بولدک ولسوالیو کې د یوه ـ یوه چېکډېم د جوړولو ژمنه هم کړې ده.