نړۍ، د غوايي ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن دوشنبې د سعودي پلازمینې ریاض ته رسېدلی او ټاکل شوې د دغه هېواد له مشرانو سره غزه کې د روان حالت او اوربند او دغه راز تر جګړې وروسته د دغې تړانګې د واک د برخلیک په اړه خبرې وکړي.
بلېنکن به په یوه بېله ناسته کې د قطر، مصر، سعودي، اماراتو او اردن له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم وګوري.
د الجزیرې د راپور له مخې تمه کېږي، نوموړی به اردن او عربي متحده اماراتو ته هم سفر وکړي.
تر جګړې وروسته د غزې د حاکمیت په اړه داسې مهال بحث کېږي، چې د اوربند په شرایطو کې د حماس غورځنګ یوه مهمه غوښتنه له غزې تړانګې د اسرایلي ځواکونو وتل دي، خو صهیونستي رژیم بیا تینګار پردې کوي، چې تر جګړې وروسته د غزې امنیتي مسولیت به د دوی ځواکونه پر غاړه لري.