امنیت

په ننګرهار ولايت کې دپنځه کيلومترو په اوږدوالي دسړکونو پخول

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٦ :
دجلال اباد ښاروالۍ دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې دپنځو کيلومترو په اوږدوالي دسړکونو دپخولو خبر ورکړ.
دغه سړکونه په تيرو شپږو مياشتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  پاخه شوي دي.
دجلال آباد ښاروال حميدالله افغان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې ددغو سړکونو په پخيدوسره په ترانسپورتي لحاظ او بازارونو ته د کروندګرو دمحصولاتو په ليږدونه کې خلکو ته آسانتياوې برابرې شوې دي.
ده وويل هلې ځلې کوي چې دننګرهار ولايت په نورو سيمو کې هم سړکونه       پاخه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته