خبرونهاقتصادټولنه

د ټولګټو وزارت په تېرو نهو میاشتو کې خپلې کړنې او فعالیتونه له رسنیو سره شریک کړل

کابل، د غبرګولي ۴مه، باختر

د ټولګټو وزارت مسئولینو نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، په تېرو نهو میاشتو کې د دغه وزارت کړنې او فعالیتونه له رسنیو سره شریک کړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په کایل کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې په پيل کې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، په خپلو خبرو کې وویل چې دغه وزارت توانیدلی چې په یاده موده کې په ډېرو کمو امکاناتو، ډېر کارونه ترسره کړي.

هغه له پراختیايي، آسیايي او اسلامي بانکونو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره دې خپلې کړې ژمنې عملي او په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې دې تمویل او بشپړې کړي.

د فاتح په وینا؛ مخکې د هغوی پر وړاندې دوه ستر خنډونه ( د فساد شتون او د امنیت نه شتون) موجود وو، خو د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره، اوس په هېواد کې فساد صفر شوی او سراسری امنیت تامین دی.

وروسته، د ټولګټو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح، د افغانستان اسلامي امارت د کار له پیله تر اوسه، د دغه وزارت کړنې او لاس ته راوړنې شریکې کړې.

هغه وویل چې د ټولګټو وزارت په یاده موده کې توانیدلی چې د یوشمېر سترو پروژو د کار د بشپړولو ترڅنګ، د قراردادي شرکتونو او د ولایتي ریاستونو د شته ماشینرۍ او مسلکي ‍پرسونل په مټ، په ټول هېواد کې (۹۱۲) کیلومتره سړک، (۹۹۲) متره پلونه او (۲۳۰) پلچکونه او همدا رنګه یوشمېر استنادي دېوالونه او معبرونه ترمیم او بیا ورغوي.

مصباح زیاته کړه چې یادې پرو‍ژې د کابل په ګډون په (۲۹) ولایتونو (لغمان، هلمند، نورستان، کونړ، سمنګانو، غزني، بامیانو، ننګرهار، بلخ، تخار، بادغیس، بغلان، پکتیکا، سرپل، روزګان، پنجشېر، زابل، لوګر، جوزجان، بدخشان، نیمروز، کاپیسا، فاریاب، خوست، فراه، کندز، میدان وردګو او پکتیا) کې تطبیق او عملي شوې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند څرکنده کړه چې دغه وزارت د یادو فعالیتونو ترڅنګ، د وزارت د تشکیلاتو، د لوړ تناژ بار وړونکو موټرو د وزن د انتقال د څرنګوالي مقررې او د ځینو تلو د فعالولو په برخه کې هم اساسي کړنې ترسره کړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ د اسلامي امارت د کار په پيل کې، د څه د پاسه (۶۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل – قندهار لویې لارې د (۶۵) کیلومتره سړک د میلینک کارۍ، د څه د پاسه ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د قلات – شینکۍ ولسوالۍ د سړک د داغ ګیرۍ او په دې تګلوري کې د پلچکونو د ترمیم او د څه د پاسه (۱۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د (۱۵۵) مترو په اوږدوالي د پنځه پلونو د ترمیم قرارداد شوی و چې اوسمهال د دغو پروژو د ترمیم او بیارغونې کار بشپړ شوی دی.

مصباح وویل چې د ټولګټو وزارت د څه د پاسه (۵۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د شمالي او جنوبي سالنګ لويې لارې د (۳۰) کیلومتره سړک او دغه راز د څه د پاسه (۴۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل – میدان وردګو د ۸ کیلومتره سړک اساسي ترمیم قرارداد کړی و چې د دغو پروژو کار هم بشپړ شوی دی.

که څه هم، هغه په تېرو نهو میاشتو کې د پروژو مجموعي ارزښت په ډاګه نګړ، خو ویې ویل چې د ټولګټو وزارت د تېر کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د شاوخوا (۶۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د پروژو او همدارنګه د (۴۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د ژمي د واورو د پاکارۍ قرارداد ترسره کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي موخو او پالیسیو د پلي کولو په برخه کې د ټرانسپورټي زېر بناوو سکټور د مهم غړي په توګه د ملي، ولایتي او ولسوالیو د سړکونو د رغونې، ساتنې او څارنې مسئولیت پر غاړه لري.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته