امنیت

په لغمان کې يوولسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل_باختر د وري د مياشتې٢٢مه
په لغمان کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ په نښته کې ۴ تنه وسله وال وژل شوي، ۷ تنه یې ټپیان او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پر وينا، د الماس-۲ په نوم د افغان ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو ګډ چاڼیز عملیات چې د تېرو شپږو ورځو راهیسې د مرکز اړوند د عمرزیو په کلي کې د مخالفینو د ځپلو، د سیمې د پاکولو، د کوکنارو د کرکيلې د له منځه وړلو او د سلطان کلي ترڅنګ په یو شمېر مهمو او ستراتیژیکو ځایونو کې د بېزونو د ایجاد په موخه پیل شوي او لا هم دوام له لري.
له د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په وسله واله نښته کې پرون د مخالفو وسله والو ۴ تنه وژل شوي او اووه تنه نور یې سخت ټپيان شوي دي.
په دغو عملیاتوکې د شېر عالم په نامه یو تن وسله وال مخالف له يوه کلاشینکوف سره په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو له لوري ژوندی نیول شوی چې له یو پټ ځای څخه یې غوښتل د ولایت په امنیه قوماندان او د لومړۍ پلې لوا په قوماندان انداخت وکړي.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې د نیول شوي بل ورور ملا جان چې د مخالفینو د استخباراتو غړی دی، هم د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د یو میل کلاشینکوف، درې کېمرو، د ملي اردو د یوه جوړه دریشۍ او یوه اندازه چاوديدونکو توکو سره نیول شوی و، چې نیول شوي کسان دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته