سیاست

د لغمان ولسونو د اسلامي حزب او دولت ترمنځ د شوي هوکړه لیک ملاتړ وکړ

کابل باختر د تلي دريمه
د لغمان دوالي عبدالجبار نعیمي دهڅو په پایله کې د دغه ولایت په سولې ولسوالۍ قرغیو کې د سولې نړیوالې ورځې په ویاړ دجوړې شوې غونډې سلګونوبرخه والو چې د مرکز او ولسوالیو څخه پکې مخورو مشرانو، دیني عالمانو، روڼ اندو، میرمنو، مدني فعالانو، دښوونځیوښوونکو، ژورنالیستانو او په ګڼ شمېر کې ځوانانو برخه لرله په یو غږ د دولت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د وروستي هوکړه لیک د لاس ليک کیدو ملاتړ و کړ.
باخترآژانس ته په رارسيدلي خبرکې ويل شوي دي.
ولسونو ددغې غونډې له لارې دملي یووالې حکومت له مشرتابه اوسولې عالي شورا رهبري پير سیداحمد ګیلانې هڅې دستاینې وړ وبللې او ددوی دغه هڅې يې په هېواد کې د تلپاتې سولې دټېنګښت په برخه کې یو بنسټ وباله.
برخه والو له همدې ځایه ددولت پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د اسلامي حزب دسولې لاره تعقیب کړي او دسولې له روان بهیر سره پریوځای کیدو له جګړو لاس واخلي.
دلغمان والي عبدالجبار نعیمي هم دجوړې شوې غونډې برخه والو ته دوینا پرمهال د دغه تاریخي موافقه ليک دلاسلیک ملاتړ او هر کلی وکړ او دا يې په هېواد کې دتلپاتې سولې د تېنګښت لپاره یو ملي ګام وباله.
ده دهېواد په ټولو سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د لاس ليک شوي موافقه ليک ملاتړ وکړي او په ملي کچه یووالي او تلپاتې سولې د ټېنګښت لپاره هڅې وکړي. ده پر نورو وسله والو مخالفینو هم غږ وکړ چې دسولې لپاره د مساعد شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي او نور د افغان ولس او نظام پرضد د وسله والې جګړې څخه لاس واخلي.
دلغمان والي له ولسونو وغوښتل چې د سولې له هر ګام څخه ولسي ملاتړ وکړي او خپلې سیمې له هغو کسانو پاکې کړي چې دپردیو دګټولپاره جنګیږي.
ديادونې وړ ده چې د اسلامي حزب او افغان دولت تر منځ تېرې پنجشنبې په ورځ د سولې موافقه ليک لاسلیک شوه چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي حزب پلاوي، دسولې عالي شورا مشر پير سید احمد ګیلاني، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او د سولې دعالي شورا منشي عطاء الرحمن سلیم حاضر وو.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته