امنیت

په لسو ورځو کې دشپږمې ناحيې په مربوطاتو کې دوه تنه وژل شوي دي .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧ دکابل پوليسو دشپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د يوڅارنوال د وژل کيدو په باب څيړنې پيل کړي دي . دکابل ښار دپوليسو دشپږمې امنيتي حوزې د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې امر محمدحصن نصرت دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه څارنوال دوه ورځې مخکې دمهتاب قلعه دګولايي په ساحه کې خپل کورته څيرمه وژل شوى دى . نصرت وويل : دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې ددغه څارنوال او دهغه دکاکا ترمنځ دحقوقي مسلو پرسر ناندرې وشوې او د خپل کاکا له خوا دتير په ګوزار سره ووژل شو . ويل کيږي مقتول دپوليسو په لسمه امنيتي حوزه کې دڅارنوال په توګه دنده ترسره کوله . ددغې پيښې په تور د مقتول کاکا او دهغه دوه زامن نيول شوي دي . د پوليسو د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې وروستۍ پيښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې څه موده مخکې دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ يو افسر چې د رخصتي دتيرولو لپاره کابل ته راغلى و دپوليس له خوا له ناندرو وروسته د اميد سبز په ښارګوټې کې ووژل شو . ويل کيږي ددغې قضيې عامل نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته