اقتصاد

په بغلان کې دملخانو پرخلاف دمجادلې پروګرام پيل شو .

-کابل باختر دوري  پنځمه :
دملخانو پرخلاف دمجادلې پروګرام دبغلان ولايت دکرنې اواوبو لګولو رياست له خوا پيل شو .
دغه پنځه اتيا ورځنى  پروګرام په هغوسيمو کې چې په دوشي ، دهنه غوري ،  مرکزي بغلان  او دنهرين  په ولسواليو اوپه پلخمري  ښار کې دملخانو تر ګواښ لاندې دي پيل شوي دي .
دبغلان ولايت دکرنې اواوبو لګولو رياست دبوټو دساتنې مسوول محمد اصغر صوفي زاده ددغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل: په پام کې ده په دغه پروګرام کې پنځه ويشت زره هکتاره کرنيزه ځمکه دملخانو له شتون څخه پاکه شي
ديادونې وړ ده تيرکال هم دملخانو پرخلاف دمجادلې په پروګرام کې  په دغه ولايت کې اووه ويشت زره جريبه کرنيزه ځمکه له ملخانو څخه پاکه شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته