کابل / د وري ۳ مه / باختر
د قندهار ښار د څلورمې او دولسمې حوزو په مربوطاتو کې نن په دوو بریدونو کې یو پولیس او یو ملکي وژل شوي او د ملي اردو یو افسر ټپي شوی دی.
عیني شاهدانو د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي دي چې ناپېژاندو وسله والو د دولسمې او څلورمې حوزو په مربوطاتو کې پر افغان ځواکونو غلچکي بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په بریدونو کې یو پولیس او یو ټکسي چلوونکی وژل شوي او د ملي اردو یو افسر ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د قندهار د دویمې حوزې په مربوطاتو کې ناپېژاندو کسانو یو پولیس شهید او یو قوماندان یې ټپي کړ او د پولیسو په ځوابي ډزو کې هم یو ملکي او یو بریدګر وژل شوي وو.
پای/وصال
20 1 دقیقه لوستل