امنیت

په قندهار او اروزګان کې د نهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردزمري دمياشتې ١٢ :
دقندهار او ارزګان په ولايتونوکې د دوو جلا جلا نښتو له امله څه ناڅه نه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانودقندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې دافغان سرتيرو په کاروان بريد وکړ.
دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې په دې پيښه کې افغان سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى.
له بلې خوا نن سهار د ارزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍکې دنښتې له امله دوسله والو طالبانو د ډلې د يو سيمه ييز قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال باختر آژانس ته وويل چې جګړه له هغه وروسته ونښته چې افغان سرتيرو د طالبانو په يوه پتنځي بريد وکړ.
دپوليسو ددغه مسوول دڅرګندونو له مخې: په دې نښته کې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول، خو افغان پوځيانو او ملکي وګړوته زيان نه دى اوستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته