امنیت

په فراه کې دطالبانو ديوه جګپوړي قوماندان وژل کيدل .

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو جګپوړي قوماندان په فراه ولايت کې دپوليسو دسرتيرو په بريد کې ووژل شو .
ملا ناني پرون ناوخته کله چې له خپلو دريو تنو قوماندانانوسره خپل  پټنځي  ته روان و دبالابلوک ولسوالۍ په ګراني سيمه کې دپوليسو دسرتيرو له کمين سره مخامخ  او ووژل شو .
  دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد کارګر دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپوليسو په دې کمين کې دوسله والو طالبانو دډلې جګپوړي قوماندان ملا ناني او دده درې تنه سيمه ئيز قوماندانان ووژل شول .
ده وويل چې په دې کمين کې دغه قوماندان ته يو نږدې سړى په داسې حال کې چې ټپي شوى و دشپې له تورتم څخه په استفادې سره په تښتې بريالى شوى دى
  ويل کيږي چې امنيتي ځواکونو دکشفي راپورونو له مخې دطالبانو دقوماندان ملا ناني دسپرلۍ دموټر په تګلوري کې کمين نيولى و .
ملا ناني په فراه کې دطالبانو دجګپوړي قوماندان په توګه بلل کيږي .
سيمه ئيز مسوولين وايي چې په فراه کې زياتره بمي بريدونه او دماينونو ښخول ، دسيمه ئيزو مشرانو ترور او ښوونځيو ته دنه ورتګ لپاره دنجونو ګواښل ددغه قوماندان په لارښوونه ترسره کيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته