امنیت

د دوو قومونو ترمنځ نښته کې يو تن ووژل شو .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
په  بغلان ولايت کې نن سهار د دوو قومونو ترمنځ نښته کې يو تن ووژل شو او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دپلخمري ښار د دريمې امنيتي حوزې  آمر سمونوال جمال ناصر اندرابي   باختر آژانس ته وويل :  دغه جګړه ديوې نمرې ځمکې دترلاسه کولو پرسر دپلخمري ښار   د زمان خيلو په ساحه کې دچکړي او دغلام خيلو دقومونو ترمنځ ونښته چې له امله يې يو پنځه  ديرش کلن سړى ديو سيمه ييز پوليس په ډزو سره ووژل شو او دچکړي له قوم څخه پنځه تنه نور ټپيان شول د چکړي د قوم يوه  مخور عنادخان په سيمه
ييزو پوليسو په دې قضيه کې دلاس لرلو تورولګاوه او  د امنيتي مسوولينو له خوا يې  ددغې پيښې دڅيړنې غوښتنه  وکړه .
د  باخترآژانس  خبريال   هلې ځلې وکړې   چې په    دې باب د  بغلان ولايت د امنيه قوماندان  نظر ترلاسه کړي خو په دې کار بريالى  نه شو .
دبغلان دولايتي روغتون د جراحۍ  دڅانګې مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني ددغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته