کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۷مه
څه دپاسه دوه زره کيلوګرامه امونيم نايتريت پرون په غزني ولايت کې کشف او له منځه يوړل شول .
دځانګړو عملياتو قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني دباختر اژانس خبريال ته وويل چې د کومانډدويانو په هغو ځانګړو عملياتو کې چې د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ٢ زره ٢٤٥ کيلوګرامه امونيم نايتريت چې د چاوديدونکو توکو په جوړولوکې ترې کار اخيستل کېږي ؛ کشف او له منځه يوړل شول .
ده زياته کړه: دغو کومانډويانو دوه تنه وسله وال طالبان هم له جنګي وسايلو سره يې ونيول.
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ