خبرونهاقتصادټولنه

په خوست کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ذخیروي بند د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د کب ۱۵مه، باختر

په خوست کې د څه د پاسه نهه میلیونه افغانیو په ارزښت، د لیژې کلي ذخیروي بند د رغولو چارې پیل شوې.

باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛  د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د لیژې کلي ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، د سیمه ییزو مسئولینو له خوا پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې دغه بند د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت، د ۴۵ متره په اوږدوالي او ۱۲.۳۷متره لوړوالي جوړېږي چې د ۱.۲ کیلومتره آبګیر ساحې په درلودلو سره به د ۹۷ زره متره معکب اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري. همدا رنګه، د یاد بند په جوړېدو سره به په کلني ډول شاوخوا د ۱۱۰ متره مکعب په اندازه د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي؛ ۲۵ هکتاره کرنیزه ځمکه به د سېلابونو له ویجاړیو څخه خوندي او د سیمې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته