کابل باختر دليندي اتمه :
دنړيوال بانک په مالي مرسته دسمنګانو ولايت په فيروز نخچر ولسوالۍ کې ددولسو کيلومترو په اوږدوالي دسړک دپخولو کار نن پيل شو .
دسمنګانو ولايت دفوايد عامې رييس انجنير ضيا همايون ابراهيم خيل د باختراژانس خبريال ته وويل: ددغه سړک دپخولو کار يې ددولتي مقاماتو او دفيروز نخچير ولسوالۍ دګڼ شمير اوسيدونکو په وړاندې دايبکو _ مزارشريف له عمومي سړک او دپوزه فيروزنخچير په نامه له ساحې څخه پيل کړى دى .
ده زياته کړه دغه سړک چې څلور کيلومتره اوږدوالي شپږ متره سور او پنځه سانتې متر پريړوالى لري دنړيوال بانک په مرسته ديوسلو درې پنځوسو مليونو افغانيو په لګښت پخيږي .
دفوايد عامې رييس ددغې پروژې دکار دبشپړيدو موده دوه مياشتې وبلله او زياته يې کړه چې دسړک په پخولو سربيره دپنځه ديرشو پلګوټو ، داستنادي او محافظتي ډيوالونو جوړول او دويالو دغاړو پخول هم په پروژه کې شامل دي .
دفيروز نخچير ولسوالۍ دسمنګانو ولايت له ناامنو ولسواليو څخه بلل کيږي .
دسمنګانو ولايت مقامات وايي چې اوس په دغې ولسوالۍ کې دپرمختيايي پروژو دپلې کولو او ددولت دپروګرامونو دعملي کولو زمينه برابره ده .
0 1 دقیقه لوستل