شبرغان باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نيټه :
شپږ ويشت تنه داعشيان تېره شپه په جوزجان ولايت کې دافغان پوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول.
د جوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند باخترآژانس ته وويل ؛ د دوو بهرنيو اتباعو اوپه شمال زون کې د داعشيانو د عمومي مسوول او د داعش دډلې داستخباراتو د مسوول قاري حکمت مرستيال قاري شجاع ، صبحت الله ، ملا حکيم ، رييس غني او دآغا رحيم په نومونو د داعشيانو د پنځو تنو کليدي قوماندانانو په ګډون شپږ تنه داعشيان د هوايي بريد له امله ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى زياته کړه دغه هوايي بريدونه د جوزجان ولايت د درزآب ولسوالۍ د اوشتي غاښي او واق کمر په ساحو کې ترسره شول چې ددوى څه ناڅه شل تنه افراد هم سخت ټپيان شول. پاى عطاالله ذ