کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه :
پوليسو پرون د جوزجان ولايت په منګجک ولسوالۍ کې په چاوديدونکو توکو بار له يوه موټرسايکل سره يو ډاراچوونکى ونيوه.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني باخترآژانس ته وويل دغه ډار اچوونکي غوښتل چې په بمونوبار موټر سايکل دمنګجک ولسوالۍ ددويم هارون په کلي کې د واليبال دلوبې په بهيرکې و چووي.
ديوبل خبرله مخې ؛ يو غل د جوزجان ولايت دشبرغان ښار په د ويم لمبر لويه لاره کې ونيول شو.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان وويل چې دغه غل له هغه وروسته ونيول شو چې په شبرغان ښارکې يې يو موتر غلا کړى و.
پاى ف ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ