خبرونهاقتصادTOP

په کندهار کې « د وطن توليد د وطن وياړ» په نوم درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو

کابل، د غوايي ١٤مه، باختر
د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې ( د وطن توليد د وطن وياړ) تر نامه لاندې د درې ورځني نندارتون د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.
په دغه نندارتون کې داخلي صنعت، لاسي صنایعو، وطني تولیداتو او کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په پار لسګونه غرفې اېښودل شوي دي.
د یاد نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک وويل، چي ملي سوداګرو او پانګوالو ته د هیواد په جوړولو او په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې پرځان بسیاینې لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره ده او اسلامي امارت په هره برخه کې د دوی ملاتړ کوي.
ورته وخت کې د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خوني رئیس حاجي محمد صدیق مهمند د دې ډول نندارتونونو د جوړولو موخه د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، له وطني او زراعتي تولیداتو د هېوادوالو پوهاوي او د سوداګرو د پام راجلبول بللی دی.
ورته مهال د دغه نندارتون لیدونکي د داسې نندارتونونو د جوړولو هرکلی کوي چې د هېوادوالو د اقتصادي بډاینې لامل ګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته