امنیت

د کاپيسا یو اوسیدونکی د غلو له خوا ووژل شو

کابل/ باختر/ د لیندۍ ۱۱مه
وسله والو غلو تېره شپه د کاپيسا د لومړۍ برخې یو اوسیدونکې په ډزو سره وواژه .
د کاپیسا د لومړۍ برخې د ولسوالۍ سرپرست حفیظ الله د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه سړی په خپل کورکې کله چې مقاومت وکړ،  د وسله والو غلو له خوا ووژل شو.
ده وویل چې پولیسو د غلو د نیولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
پای/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته