امنیت

په جوزجان کې دقره قل پسونو دمينځلو د ډنډ جوړول .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
دقره قل پسونو دمينځلو يو ډنډ  نن په جوزجان ولايت کې ګټې اخستنې ته  وړاندې شو .
  دغه پروژه دامريکا دنړيوالې پرمختيا دپروژې  له مالي بودجې څخه  دپنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت ددرې سوه  څلور اتيا  متره مربع ځمکې په ساحه کې  دجوزجان ولايت  دکرنې اواوبولګولو رياست  دافغان کرنې  درواجولو دپروژې له خوا جوړه شوې ده .
  د جوزجان ولايت دکرنې او اوبو لګولو  درييس دڅرګندونوله مخې ،  دغه ډنډ  دشبرغان ښار  په غجلي  کلي کې  په دريو مياشتو کې  جوړ شوى دى  چې دلسو کليو مالدار اوسيدونکي  له ښيګڼو څخه يې   استفاده کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته