امنیت

په غزني کې د ماين د چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي شهيدان شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې نن د ماين د چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
دغزني د والي ويندوى شفيق ننګ دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه پيښه نن د ګيلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ يو موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
په واټونوکې بمونه زياتره د طالبانو له خوا د افغان امنيتي ځواکونو او د بهرنيو پوځيانو په کاروانونو د بريدلپاره کارول کيږي چې تل ملکي وګړي او امنيتي ځواکونه پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته