روغتیا

په جلال آباد ښار کې ناروغان د ډاکټرانو له فیس څخه سر ټکوي

کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د ننګرهار پر لرو پرتو ولسوالیو سربېره د ختیځې سیمې اوسېدونکي د ناروغیو د درملنې او تشخیص لپاره جلال آباد ښار ته راځي خو وايي چې د تشخیص پر مهال د ډاکټرانو له خپلسرو فیسونو په تنګ شوي دي.
له لغمان او نورستان څخه ننګرهار ته د درملنې په موخه راغلیو دوو کسانو له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې هر ډاکټر د خپلې خوښې فیس اخلي چې له درملنې ډېر د ډاکټرانو فیسونو ته خپه دي.
د لغمان اوسېدونکى عبدالمالک او د نورستان اوسېدونکی سید ولي وايي چې د یوې ناروغۍ لپاره يې دوو ډاکټرانو ته مراجعه کړې ده، خو د دواړو ډاکټرانو فیسونه توپير لري.
په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست او د ختیځ زون د متخصصو ډاکټرانو ټولنه مني چې ځینو ډاکټرانو به پخوا له ټاکلې اندازې ډېر فیس اخیسته، خو وايي چې دوی هر وخت د روغتیايي کتنځایونو فیسونه ګوري او په همدې موخه يې ټولو ډاکټرانو ته د فیس اخیستو جدولونه ورکړي دي.
د عامې روغتیا ریاست د ویاند ډاکټر ظاهر عادل د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال د ننګرهار په شخصي کتنځیو کې پروفیسور۳۰۰ افغانۍ، متخصص ډاکټر ۲۰۰ افغانۍ او معالج ډاکټر ۱۵۰ افغانۍ فیس اخلي چې تر دې زیات له فیس اخیستونکو سره د وزارت له لایحې سره سم چلند کېږي.
ننګرهار ته راغلي ناروغان وايي چې که چېرې ډاکټران ورسره د فیسونو او تشخیص پر مهال مرسته ونه کړي؛ د ډېرو کورنیو ناروغان به له درملنې پاتې او د ناروغیو د زیاتېدو ویره به ورسره ډېره شي.
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته