کابل / د زمري ۱۲مه / باختر
په بلخ کې ۱۶ وسله وال طالبان په هوايي بریدونو کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر آژانس ته وویل چې د هېواد هوايي قواوو د بلخ د خلم ولسوالۍ د صیاد په سرچشمه، د چارکنت ولسوالۍ په تندورک کلي او د شولګرې ولسوالۍ په تنګي شفا ساحه کې پر دښمن بریدونه وکړل چې په پایله کې ۱۶ طالبان ووژل شول او ۵ نوریې ټپیان شول.
خبرځای زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې د دښمن دوه داشکې، دوه سراچه ډوله موټر او جنګي وسایل او تجهیزات ویجاړ شول.
پای-ع
5 د یوې دقیقې څخه لږ