ټولنه

په بلخ کې زرو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د تلې١٥مه / باختر:
د ملګرو ملتو د سازمان ډبليو اف پي دفتر په بلخ کې له زرو بېوزلو او بېځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ډبليو اف پي دفتر مسوول نجيب الله رحماني د باخترآژانس خبريال ته وويل: ټاکل شوې ده تر څلورو مياشتو پورې څه د پاسه ١٣ زره بېوزله کورنۍ په دغه ولايت کې د مرستو تر پوښښ لاندې ونيسي.
رحماني زياته کړه، په دې مرسته کې اوړه، غوړي، لوبيا او وريجې شاملې دي چې پر زرو اړو کورنيو وويشل شوې.
د رحماني د څرګندونوله مخې، دغه کورنۍ د هغې سروې له مخې چې د ملاامامانو ، د ګدز وکيلانو او قومي مشرانو له خوا ترسره شوي مستحق پېژندل شوي دي.
يوشمېر خلک چې له دې مرستې څخه برخمن شوي وايي حکومت، ملي او نړيوال بنسټونه بايد د مرستو راجلبولو ته زياته پاملرنه وکړي.
شيرمحمد چې په دواړو پېښو معيوب دى د باخترآژانس خبريال ته وويل: کورنۍ يې ١٢ کسان دي او د هغه دوه زامن په ښار کې مزدوري کوي او هغه پيسي چې ګټي د هغه د کورنۍ لپاره کافي نه دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته