روغتیا

په قندهار کې د کرونا مخنيوي لپاره هڅې پيل شوې دي

 کابل /دکب ٩مه / باختر :
د افغانستان په جنوب قندهار کې  د کرونا ناروغۍ د خپريدو مخنيوي لپاره لازم اقدامات  ترسره شوي دي .
دقندهار روغتيايي مسوولان وايي  چې  په هوايي ډګر  او په لرې پرتو سيمو کې  روغتيايي ټيمونه  ګومارل شوي، چې خلک دکرونا ناروغۍ په نسبت معاينه اوکنترول کړي .
  داپه داسې حال کې ده چې  د قندهار په ګاونډ هرات او پاکستان کې د کرونا ناروغي خپره شوې ده .
دقندهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمد طاوس اشرف نادري وايي چې دوى  د نړۍ د روغتيايي سازمان او نورو  مرستندويو بنسټونو  په همکارۍ  له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره  چمتو دي .
هغه وويل  چې د قندهار په هوايي ډګر او په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي ټيمونه موظف کړى شوي، چې پر کرونا د مشکوکو مواردو د تشخيص په صورت کې  خلک  دقرنطين او درملنې لپاره  تر خاصو شرايطو لاندې ښار ته واستوي .
له بلې خوا د قندهار والي  حيات الله حيات  له خلکو څخه وغوښتل چې  يوبل ته  د لاسونو له ورکولو او روغبړ څخه ډډه وکړي او په ورځ کې څو ځلې  د خپلو لاسونو مينځلو تر څنګ  په غونډو کې  له ماسک څخه ګټه واخلي .
  ختم_ ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته