ټولنه

په بلخ کې دنيالګيو د ايښودلو پروګرام پيل شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٣ :
دمزارشريف ښاروالۍ مسوولين له خلکو  څخه غواړي  چې دنيالګيو په ساتنه کې له هغوى سره همکاري وکړي.
په مزارشريف ښارکې د نيالګيوايښودلو پروګرام په داسې حال کې پيليږي چې ددغې ادارې يوشميرکارکوونکي دايښودل شويو نيالګيو په ساتنه کې  دښاريانو د زياتې همکارۍ غوښتنه کوي.
د مزارشريف دښاروالۍ سرپرست  محمدنصيرعيني  دنيالګيو دايښودلو دپروګرام په لومړۍ ورځ له خلکو څخه وغوښتل  ترڅو هر وګړى څو  نيالګي  کښينوي او د هغه  ساتنه وکړي.
عيني زياته کړه چې دمزارشريف ښاروالۍ په پام  کې لري  ترڅو په راتلوونکي
پسرلي کې  لس زره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي دمزارشريف ښار په بيلابيلو برخو کې  کښينوي.
ده د مزارشريف ښار په واټونو کې د شنه  چاپيريال ساتنې په برخه کې دخلکو  او دمرسته رسوونکو بنسټونو همکاري مهمه وبلله.
دا په داسې حال کې ده  چې مزارشريف ښاروالۍ او نور  مرسته رسوونکي بنسټونو دښار دسمسورتيا په موخه  په زرګونو ميوه لرونکي او ډولي نيالګي کښينوي خو دخلکواودښاروالۍ دمسوولينود بې پروايي له امله له منځه ځي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته